نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له یو داسې "حقیقي" جوړجاړي مخکې چې افغان حکومت هم پهکې دخیل وي، خپل سرتېري له دې هېواده وباسي افغانستان به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شي.
پخواني امریکايي ډیپلوماتان: د سرتېرو ایستل افغانستان کورنۍ جګړې ته بیایي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 سنبله 1398 ساعت 11:11
نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له یو داسې "حقیقي" جوړجاړي مخکې چې افغان حکومت هم پهکې دخیل وي، خپل سرتېري له دې هېواده وباسي افغانستان به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شي.
دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونهکړي.
په دغو ډیپلوماتانو کې پنځه تنه په کابل کې د امریکا سفیران پاتې شوي، یو یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او یو یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال دی.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکایي پلاوی او طالب استازي د قطر په مذاکراتو کې یوه توافق ته رسېدلي.
دغو پخوانیو امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» په یوې ګډې اعلامیه کې چې د اتلانتیک شورا په نوم څېړنیز مرکز خپور کړی ویلي، له افغانستانه "په زیات شمېر د سرتېرو ایستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یو رښتینې هوکړې پسې وي نه تر هغې مخکې."
په اعلامیه کې راغلي چې د امریکايي سرتېرو په شمېر کې لومړنی کمی باید دومره زیات یا دومره چټک نهوي چې طالبان باور وکړي پوځي بریا ترلاسه کولای شي.
د بیان کې زیاته شوې، په زیات شمېر د امریکايي سرتېرو حضور د سولې د بریالیو مذاکراتو چانس ډېروي. د دوی په وینا، "دا روښانه نهده چې سوله امکان لري که نه. طالبانو د هغو شرطونو په اړه څرګندې خبرې نهدي کړي چې خپلو نورو هېوادوالو سره پرې یوه سولهییز جوړجاړي ته رسېدلی شي. بله دا چې طالبان له نورو سیاسي ځواکونو سره د کار کولو کومه ماضي هم نهلري."
دغه پخواني ډیپلوماتان یوه ورځ وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو د وتلو په ګډون په اصولو کې پر څلورو مواردو یوې هوکړې ته رسېدلي.
هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛
د مطلب کود: 191013