دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 191016
افغان انګور اول ځل له چابهار بندر هند ته ورسېدل
افغانستان د لومړي ځل لپاره له چابهار بندر هند ته د تازه مېوو صادرات پیل کړل.

دا ګام په داسې مهال دی، چې افغان چارواکي وايي، پسرلی د ډېر ورښت له برکته هلمند او کندهار کې د انګورو حاصل تر تېر کال ۱۵ او ۲۰ سلنه ډېر دی.
که څه هم سوداګر شکایت کوي چې د مېوو صادرولو ته یې مناسبې لارې نشته، خو د سوداګرۍ خونه هند ته د انګورو لېږلو خبره کوي.
دا وزارت وايي په شلو ټنو انګورو بار دا مال تېره ورځ (سه شنبه، وږی ۱۲مه) په بریالي ډول د هند ممبۍ ښار ته رسېدلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا له هوايي دهلېزونو وروسته له دې لارې د تازه مېوو تجربه ګټوره وه او دې لړۍ ته به دوام ور کوي:
"له نېکه مرغه موږ دا انګور له چابهار بندر د هند ممبۍ ته ولېږل، دا ازمایښتي دوره وه، چې وګورو تازه مېوې څومره وخت کې تر ممبۍ رسېږي دا بهیر بریالی و، ځکه دا ټول یوه اونۍ کې بشپړ شو".
د هغه په خبره، دا ازمایښتي لېږد و چې د افغانستان شل ټنه انګور پکې د څو ولایتونو له نیمروز تر زاهدان او بیا چابهار ورسېدل.
ټاکلې ده چې له دې وروسته د کندهار انار، د میدان وردګو مڼې او ځینې وچ درملي بوټي هم له دې لارې هند ته ولېږل شي.

چابهار بندر

د ایران، افغانستان او هندوستان مشرانو پر ۲۰۱۶ کال له چابهار بندر د سوداګریزو توکو د لېږد تړون وکړ.
چابهار بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي.
هند لا وختي افغانستان ته د چابهار بندر په کارولو د مالونو استول پیل کړي دي.
خو افغانستان هند ته د خپلو ځمکنیو صادراتو لومړی کاروان د روان زېږیز کال د مۍ پر دویمه په رسمي مراسمو کې د نیمروز ولایت له زرنج نه د ایران چابهار بندر ته وخوځېد.
د څه باندې ۲۰ باري ګاډو په دغه کتار کې ۵۷۰ ټنه مۍ او د ننګرهار ولایت شوکاڼی 'تالک' بار و.

د پاکستان له ځمکې د هند او افغان سوداګرۍ د بندولو ګواښ

تېره پرورۍ د هند واکي کشمیر په پلوامه کې پر هندي ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته نوي ډېلي د پاکستان بالاکوټ کې بمبار وکړ.
په ورپسې ورځ پاکستان هندۍ الوتکه وغورځوله چې ور پسې د دواړو اړیکي خراب شول او اسلام اباد د سوداګریزو او کورنیو الوتکو پرمخ هوايي حریم وتاړه.
څه مهال وروسته یې د خپلې خاورې نورې هوايي لارې پرانیستې، خو له هند سره پوله کې یې ختیځ هوايي حدود بند و.
د پاکستان د هوايي حریم بندولو له امله د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو کرایې هم په دې لوړې شوې چې لار یې اوږده شوه.
خو اسلام اباد تېره میاشت دا بندیز لرې کړ، مګر اوس چې د کشمیر له امله د پاکستان او هند اړیکي بیا خراب شوي، اسلام اباد د ورته بندیز غور کوي.
 
https://avapress.com/vdcdff0f9yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته