دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 191038
افغان حکومت: له طالبانو سره د سولې د هوکړې پایلو ته اندېښمن یو
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره د امریکا د هوکړه‎لیک د ناوړه پایلو او خطرونو په اړه اندېښنه لري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، لکه څنګه چې د امریکا پخواني چارواکي او سناتوران د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د پایلو په اړه اندېښنې لري، حکومت هم اندېښمن او د دغه سند په اړه د وضاحت غوښتونکی دی.
ښاغلی صدیقي زیاتوي چې افغان حکومت غواړي ترڅو د دغه هوکړه‎لیک خطرونه او ناوړه پایلې تحلیل او د خطرونو مخه ونیسي.

وړاندې له دې، نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له یو داسې "حقیقي" جوړجاړي مخکې چې افغان حکومت هم په‌کې دخیل وي، خپل سرتېري له دې هېواده وباسي افغانستان به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شي.
په دغو ډیپلوماتانو کې چې پنځه تنه په کابل کې د امریکا سفیران پاتې شوي، دغو پخوانیو امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» په یوې ګډه اعلامیه کې چې د اتلانتیک شورا په نوم څېړنیز مرکز خپور کړی ویلي، له افغانستانه "په زیات شمېر د سرتېرو ایستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یو رښتینې هوکړې پسې وي نه تر هغې مخکې."
دغه چارواکي زیاتوي، د امریکايي سرتېرو په شمېر کې لومړنی کمی باید دومره زیات یا دومره چټک نه‌وي چې طالبان باور وکړي پوځي بریا ترلاسه کولای شي.

 

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو د وتلو په ګډون په اصولو کې پر څلورو مواردو یوې هوکړې ته رسېدلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxznz623nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته