کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې څه باندې ۱۵۰ طالب او داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سنبله 1398 ساعت 8:37

په کونړ ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، څه باندې ۱۵۰ طالب او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) وسله وال حکومت ته تسلیم شوي دي.


په کونړ ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، څه باندې ۱۵۰ طالب او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) وسله وال حکومت ته تسلیم شوي دي.

د کونړ ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، د ملي امنیت ادارې په هڅو دغه وسله واله ډله چې (۱۱۰) تنه یې وسله وال طالبان او د داعش قاضي مولوي بصیر په ګډون ۴۰ یې د داعش جنګیالي دي د جګړو لاس په سر او نن چهارشنبه د خپلوسپکو او درندو وسلوسره له دولت سره یوځای شول.
خبرپاڼه زیاتوي:
چې له همدې امله جوړشوو مراسیمو کې د کونړ ولایت مرستیال والي،امنیتي مسوولینو او قومي مشرانو له لوري یادې ډلې ته تود هرکلی وویل شول او د دغو وسله والو یو ځای کېدل یې د امنیت تامین په برخه کې ستره لاسته راوړنه یاده کړه
مرستیال والي ګل محمد بیدار وایي یادو وسله والو په چپې درې، ماڼوګي، وټه پور او څوکۍ ولسوالیو کې د دولت ضد وسله وال فعالیتونه ترسره کول چې د دولت په حقانیت د پوهېدو وروسته یې له جګړو او تاو تریخوالي لاس واخیست او د (۱۵۰) میله سپکو او درندو وسلو سره له دولت سره یو ځای شول.
نوموړي د کشفي او امنیتي ارګانونو څخه د مننې ترڅنګ د یادې وسله والې ډلې یوځای کېدل په کونړ د امنیتي ساحو پراختیا او امنیت تامین لپاره مهم وبلل او ډاډ یې څرګند کړ چې ډیر ژربه لسګونه نور وسله وال له دولت سره یوځای شي .


د مطلب کود: 191054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191054/کونړ-کې-څه-باندې-۱۵۰-طالب-او-داعش-وسله-وال-حکومت-ته-تسلیم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com