دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 191059
په کابل کې د مخابراتو او تکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
په کابل کې د مخابراتو او تکنالوژۍ تر سرلیک لاندې یو درې ور ځنی نندارتون پرا نستل شو.

د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۲) د افغانستان پر شرکتونو سربېره د ایران شرکتونو هم خپل برښنايي او مخابراتي تولیدات او هڅې نندارې ته وړاندې کړل.
 د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولینو ويلي، چې په هېواد کې مو د مخابراتي خدمتونو په برخه کې لویه پانګونه کړې او ځینې نورو شرکتونو هم د نوري فایبر په برخه کې نږدې ۶۰ جوازونه اخستي دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مرستیال محمد رضا جعفري وایي، چې زمونږ نږدې ۲۰ میلیون هېوادوال مخابراتي او انترنیتي خدمتونو ته لاسرسی لري؛ خو مونږ غواړو، چې په دې برخه کې نوره پانګونه هم جذ ب کړو.
په افغانستان کې د ایران سفیر، چې په دې نندارتون کې ونډه اخستي ويلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ ستر اقتصادي ظرفیتونه په ډاګه شوي، چې باید د اړیکو د پراختیا لپاره نور کارهم پرې ترسره شي.
په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وایي؛ مونږ ګورو، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په پوره کچه اقتصادي وړتیاوې شته او باید پراختیا ورکړ شي.
د نداراتو یو شمېر برخوال مخابراتي شرکتونو مسوولین وايي، چې که ورته حکومت زمینه برابره کړي؛ د مخابراتو په برخه کې به پانګونه نوره هم پراخه شي.
د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په افغانستان کې د مخابراتي او نورې فایبر په برخه کې څه باندې دوه میلیارد دالر پانګونه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcam6n6o49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته