دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 191067
پامپیو ولې له طالبانو سره د سولې د توافق لاسلیک ته چندان لېوال نه دی؟
ټایمز مجله په خپل یوه ځانګړي راپور کې وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقلیک لاسلیک ته چندان لېوال نه دی.

ټایمز مجلې دغه مطلب د ځينو امریکایي، افغان او اروپایي چارواکو له قوله چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، خپور کړی دی.
ټآیمز د باخبرو چارواکو له قوله وایي چې په دغه توافقلیک کې څو مهمې مسئلې ناحلې پاتې دي.
مجله لیکي، دغه توافقلیک په افغانستان کې له القاعدې سره د ترورېزم ضد امریکایي ځواکونو د مبارزې دوام، په کابل کې د غرب له ملاتړه د برخمن حکومت بقا او حتی په دغه هېواد کې د جنګ خاتمه نشي تضمینولی.
ټایمز د افغان چارواکو له قوله وایي چې پر دغه سند لاسلیک به د امریکا د یوه مشروع سیاسي بنسټ له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په معنا وي او دی نه غواړي چې دا کار وکړي.
د مجلې په لیکنه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره په ۹ پړاوونو کې د سولې توافق وروستی کړی دی.
ښاغلي خليلزاد تېره سې شنبه ازادي راډيو ته وويل: له طالبانو سره په اصولو کې پر څلورو ټکو موافقه شوې چې په هغوى کې:

    لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي.
    دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل.
    درېیم، د بین‌الافغاني خبرو پیل.
    څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی.

ټایمز مجله لیکي چې ښایي دغه سند د خلیلزاد په امریت لاسلیک شي او یا هم دواړه خواوې یوازې د اعلامیې په خپرولو اکتفا وکړي.
تر شااوخوا ۱۰ میاشتو خبرو او نهه پړاوه مذاکراتو وروسته چې د اګسټ په ۳۱مه پای ته ورسېدل، ښاغلي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره په اصولو کې یوه موافقه شوې چې څلور مهم مسایل چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د خطر د نه‌متوجې کېدو په اړه د طالبانو تضمین، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل، د بین‌الافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې اوربند د دې موافقې مهم ټکي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره دوشنبه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره یې ولیدل او له طالبانو سره د موافقې د مسودې جزئیات‌یې ورسره شریک کړل.
نوموړي همداشان ویلي وو چې دا مسوده به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر لاسلیک وروسته نهایي شي.


په همدې ورځ یعنې تېره دوشنبه د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مسوده په دقیق ډول مطالعه او ارزول کېږي او وروسته به‌یې په اړه د کابل دریځ اعلان شي.
خو د ولسمشر ویاند بیا پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۳مه» په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.


ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې افغان حکومت د دې هوکړې په اړه د زیاتو توضېحاتو غوښتونکی دی، ترڅو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.
صدیقي وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې د هر ډول پرمختګ چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي، ملاتړ کوي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmvevauqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته