کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي ځواکونو جلال اباد ښار کې څلور ورونه وژلي

14 سنبله 1398 ساعت 15:00

په ختېځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور ورونه په جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.


په ختېځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور ورونه په جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د صفر دوه ځواکونو له لورې د جلال اباد په ښار کې تېره شپه د عملیاتو له امله څلور تنه شهیدان شوي .
خبرپاڼه زیاتوي:
ننګرهار ولایتي اداره په رامنځته شوې پېښه نهایت زیات خواشینې ده او ننګرهار والي جلالتماب جمهور رئیس ته وړانديز کړی، ترڅو یو لوړ پوړی پلاوی د دې قضیې د څېړلو په موخه را ولیږي او په راتلوونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخه ونیسي .
د یو بل خبر له مخې، د ملي امنیت ریاست په همکارۍ د دغو عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان هم خوشي او خپلې کورنۍ سره یو ځای شوي دي.


د مطلب کود: 191083

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191083/امنیتي-ځواکونو-جلال-اباد-ښار-کې-څلور-ورونه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com