دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 191083
امنیتي ځواکونو جلال اباد ښار کې څلور ورونه وژلي
په ختېځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور ورونه په جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.
په ختېځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور ورونه په جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې د صفر دوه ځواکونو له لورې د جلال اباد په ښار کې تېره شپه د عملیاتو له امله څلور تنه شهیدان شوي .
خبرپاڼه زیاتوي:
ننګرهار ولایتي اداره په رامنځته شوې پېښه نهایت زیات خواشینې ده او ننګرهار والي جلالتماب جمهور رئیس ته وړانديز کړی، ترڅو یو لوړ پوړی پلاوی د دې قضیې د څېړلو په موخه را ولیږي او په راتلوونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخه ونیسي .
د یو بل خبر له مخې، د ملي امنیت ریاست په همکارۍ د دغو عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان هم خوشي او خپلې کورنۍ سره یو ځای شوي دي.
https://avapress.com/vdch6znzx23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته