دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 191087
پلخمري کې هوایي بریدونو د مولوي عبیدالله په ګډون ۴۵ وسله وال وژلي
د افغانستان په شمال کې د ملي پو ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د بغلان ولایت مرکز د پلخمري ښار په مربوطاتو کې هوایي بریدونو ۴۵ طالب وسله وال وژلي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو وړمه شپه د پلخمري په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۴۵ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نوموی شوی والي مولوي عبید الله هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw8b8zrhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته