کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پلخمري کې هوایي بریدونو د مولوي عبیدالله په ګډون ۴۵ وسله وال وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سنبله 1398 ساعت 15:12

د افغانستان په شمال کې د ملي پو ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د بغلان ولایت مرکز د پلخمري ښار په مربوطاتو کې هوایي بریدونو ۴۵ طالب وسله وال وژلي.



د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو وړمه شپه د پلخمري په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۴۵ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نوموی شوی والي مولوي عبید الله هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 191087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191087/پلخمري-کې-هوایي-بریدونو-د-مولوي-عبیدالله-په-ګډون-۴۵-وسله-وال-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com