کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سنبله 1398 ساعت 17:04

په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه وايي چې د دوی دوه سرتیري د دندې پر مهال وژل شوي دي.



د قاطع ماموریت د ملاتړ په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دغو سرتېرو کې یې یو د امریکا او بل یې د رومانیا دي.
د پېښې دقیق ځای او علت لا معلوم نه دی او نه هم د وژل شویو سرتېرو نومونه اعلان شوي دي. دا سرتېري د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر۶) وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په یوې بلې پېښې کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي وو. تر دې مخکې د کندهار د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې هم په یو برید کې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي وو.
په دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د امریکا د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۵ ته ورسېد.
امريکايي سرتیرو ته دا تلفات داسې مهال اوړي چې امریکا له طالبانو سره د سولې د موافقې لاسلیک کولو ته نږدې شوې ده. په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیري دیره دي چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي یې او سلا مشورې ورکوي.
په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې یوازې د امریکا شاوخوا ۲۴۰۰ سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي. د ناټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري هم د ترهګرۍ پر ضد دغې روانې جګړې کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 191099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191099/په-افغانستان-کې-د-ناټو-دوه-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com