کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ښار کې د جګړې وروستی حال؛ د مولوي چکاني په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سنبله 1398 ساعت 8:39

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چاواکي تاییدوي چې د فراه ښار په بېلو بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات دوام لري.



د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې پر فراه ښار د طالبانو برید په شا تمبول شوی او ۵۰ طالب وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام محی الدین خیرخواه نن ازادي راډيو ته وویل چې تازه دمي افغان ځواکونه هم فراه ښار ته ورسېدلي دي.
دده په خبره چې اوسمهال د فراه د ښار دننه امنیت ارام او د دغه ښار په څنډو کې ځای ځای نښتې روانې دي.
وسله والو طالبانو د تېرې شپې له نیمایي وروسته له څو خواوو د فراه پر ښار بریدونه وکړل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نښته د فراه له امنیې قوماندانې سره نږدې دوام لري.
دی ادعا کوي چې په دغه برید کې ګڼ شمېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
افغان چارواکي بیا د طالبانو دغه ادعاوې ردوي.
 


د مطلب کود: 191153

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191153/په-فراه-ښار-کې-د-جګړې-وروستی-حال-مولوي-چکاني-ګډون-لسګونه-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com