دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 191154
ځانګړو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړ
د افغانستان ملي امنیت ریاست تایید کړې چې په فراه ولایت کې ځانګړو ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۳ کسان خوشي کړي دي.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د فراه په بکواه ولسوالۍ کې یې زندان مات کړی او ۱۳ کسان یې ترې ازاد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیات یو طالب اورپکی هم نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnq9qtak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته