کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځانګړو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سنبله 1398 ساعت 8:42

د افغانستان ملي امنیت ریاست تایید کړې چې په فراه ولایت کې ځانګړو ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۳ کسان خوشي کړي دي.



د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د فراه په بکواه ولسوالۍ کې یې زندان مات کړی او ۱۳ کسان یې ترې ازاد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیات یو طالب اورپکی هم نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 191154

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191154/ځانګړو-ځواکونو-د-طالبانو-یو-زندان-مات-کړ

آوا
  https://www.avapress.com