دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 191157
ملاتره خېل او نور وکیلانو د حج او قافو وزیر وهلی ډبولی
د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل، د ولسي جرګې وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خېل د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوی عبدالحکیم منیب سپکاوی کړی.

د حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي: «پرون جمعه د حج او اوقافو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب د ارګ په جامع جومات کې د جمعې مبارکې ورځې لمونځ ادا کاوه، چې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي، د ولسي جرګې وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خیل، د دوي ورور داد الله او د کورنۍ د دوو نورو غړو له لوري توهین، تحقیر او بیا یې ورسره فزیکي شخړه وکړه.»
خبرپاڼه زیاتوي چې، دغو زوراکو لدې وړاندې هم څو ځلې د حج او اوقافو وزیر ګواښلی او غواړي خپلې غیر قانوني غوښتنې پرې ومنی.
د حج او اوقافو وزارت د مولوي عبدالحکیم منیب سپکاوی، تحقیر او له هغه سره فزیکي شخړه د جومات، وزارت، علمای کرامو او په ټوله کې د شته نظام څرګند سپکاوی او له قانون څخه سرغړونه بولې او له ولسمشر غني یې غوښتنه کړې چې یاده پیښه د وڅېړل شي او و ترسره کوونکو ته یې د قانون په رڼا کې د سزا غوښتنه کوي.
ولسمشرۍ ماڼې تراوسه په ادې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjivevauqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته