دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 191175
پنځه کاله وروسته افغان ځواکونو د بدخشان وردوج ولسوالي بېرته نیولې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بدخشان ولایت وردوج ولسوالي پنځه کاله وروسته له وسله والو طالبانو بېرته نیولې ده.

د ملي دفاع وزارت د خبرپانې له مخې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بدخشان ولایت کې پراخ عملیات پیل کړي او توانېدلي چې ددغه ولایت وردوج ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونیسي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، په وردج ولسوالۍ د عملیاتو پرمهال د بدخشان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي قاري فصیح الدین ددغې ډلې د نورو کلیدي غړو په شمول ۱۰۰ داخلي او بهرني وسله والو طالبانو وژل شوي دي په لسګونو نور ټپیان دي.
 
https://avapress.com/vdcjaveviuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته