پرون جمعه ماسپښین مهال شپږ تنه خبریالان چې له پکتیکا ولایت څخه د پکتیا مرکز ګردېز ته د یو روزنیز ورکشاف لپاره راتلل د پکتیا ولایت اړوند د زرمت په سرکۍ سیمه کې، ناپژاندو وسله والو له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.
په سیمه کې د یک تلویزیون د خبریال د خبر له مخې، په بېول شویو خبریالانو کې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي، د یاران راډیو ریس اسدالله صمیم، د مېلمه راډیو خبریال الهام، د ملي راډیو تلویزیون خبریال طارق ذکي، د یاران راډیو خبریال وهاب او د پښتون غږ راډیو خبریال راوف زهین له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي. یاده پېښه د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین تاییدوي