ناپېژاندو وسله والو په پکتیا کې شپږ خبریالان برمته کړي

16 سنبله 1398 ساعت 14:57

پرون جمعه ماسپښین مهال شپږ تنه خبریالان چې له پکتیکا ولایت څخه د پکتیا مرکز ګردېز ته د یو روزنیز ورکشاف لپاره راتلل د پکتیا ولایت اړوند د زرمت په سرکۍ سیمه کې، ناپژاندو وسله والو له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.



په سیمه کې د یک تلویزیون د خبریال د خبر له مخې، په بېول شویو خبریالانو کې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي، د یاران راډیو ریس اسدالله صمیم، د مېلمه راډیو خبریال الهام، د ملي راډیو تلویزیون خبریال طارق ذکي، د یاران راډیو خبریال وهاب او د پښتون غږ راډیو خبریال راوف زهین له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
یاده پېښه د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین تاییدوي
 


د مطلب کود: 191190

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/191190/ناپېژاندو-وسله-والو-په-پکتیا-کې-شپږ-خبریالان-برمته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com