دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 191220
اسپر: واشنګټن به له طالبانو سره هر ډول هوکړه لاسلیک نه کړي
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي که‎څه هم امریکا له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې هر ډول هوکړه مني - په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو وروستیو تاوتریخوالو د سولې خبرې تر خپلې سیوري لاندې کړې دي.

مارک اسپر چې د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۶مه) فرانسه کې یوې خبري غونډه کې وینا کوله، زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره «د سولې یوې ښې هوکړې» پر سر کار کوي.
هغه څرګنده کړه:«د متحده ایالاتو لیدلوری دا دی چې راتلوونکي لپاره غوره لار سیاسي هوکړه ده - هغه څه چې موږ اوس پرې کار کوو؛ دا د دې په مانا نه ده چې هر ډول هوکړه لاسلیک کړو.»
اسپر همدارنګه زیاته کړه:«موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې ښه هوکړه ولرو، تر دې کچې ښه چې لږ تر لږه وکړای شي د هېوادونو امنیت تصمین کړي او همدارنګه د افغانستان د خلکو لپاره یوه روښانه لار رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې افغان حکومت، له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د متن په اړه توضیحات غوښتي و.
زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ، قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د نهم پړاو له پای وروسته، د هغه هوکړه‎لیک متن چې په اصول کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي، کابل کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره شریک کړ.
له هغې دوه ورځې وروسته، افغان حکومت اعلان وکړ چې د دغې هوکړې په اړه ځينې اندېښنې لري چې باید رفع شي. د دې ټولو سربېره، ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني امریکا ته ولاړ شي او له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره وویني، خو سرچینې وايي چې د ښاغلي غني سفر وځنډېد.
خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې وویل هغه له طالبانو سره هوکړه کړې چې په لومړي ګام کې به له افغانستانه ۵۴۰۰ امریکايي سرتېري بهر شي او په بدل کې به یې طالبان په کابل او پروان کې تاوتریخوالی کم کړي.
له طلوع نیوز سره د زلمي خلیلزاد مرکه لا پای ته نه وه رسېدلې چې طالبانو د کابل ښار په نهمه حوزه کې «د ګرین وېلج» پر کمپ برید وکړ او په دغه برید کې یې له چاودېدونکو توکو ډک ټراکټور څخه کار اخیستی و، چې په پایله کې یې د اتو بهرنیو په ګډون ۱۶ تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه ټپیان شول.
له دغې پېښې دوه ورځې وروسته طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک یو تونس ډوله موټر ته د کابل ښار د شش درک په سیمه کې چاودنه ورکړه چې د هغه په پایله کې هم د دوه بهرنیو په ګډون لس تنه ووژل شول او څه باندې څلوېښت نور ټپيان شول.
افغان حکومت وايي چې هر ډول هوکړه باید هېواد کې له ځان سره د تاوتریخوالي کموالی او د اوربند رامنځته کېدل ولري. 
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcau6n6w49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته