دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 191236
په غزني کې دوه تنه ماين ایښودونکي خپل ماین وژلي
نن سهار غزني ښار ته څېرمه د شمس بابا په سیمه کې دوه تنه ماین ایښودونکي خپل ماین وژلي دي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: دوه تنه طالب وسله وال چې په ښار کې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو او یا هم خانمرګي برید پلان یې درلود، موخې ته تر رسېدو مخکې پرې خپلو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
نوري زیاتوي، په پېښه کې دواړه طالب وسله وال ځای پرځای وژل شوي، خو ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxznz-23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته