دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 191238
د سولي د خبرو اترو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي.
د افغانستان خلک او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي او د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي. موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي.

د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

افغان دولت د روان کال د میزان په ۶مه نېټه د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtvevouqeh8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته