کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترمپ د طالبانو سره خبري اتري لغوه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سنبله 1398 ساعت 11:58

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په امريکا کي د طالب استازو سره مخفي پلان سوي خبري لغوه کړې. نوموړي د طالبانو سره د سولې خبري هم ځنډولي دي.



د افغانستان د حکومت د مخالفې وسله والې ډلې طالبانو او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ ښايي خبري اتري ناکامه سوي وي. دا د هغه وروسته چي ولسمشر دونالد ترامپ د شنبې (د ۲۰۱۹ کال د سپتمامبر په ۷مه) په ماښام اعلان وکړ چي د طالبانو سره خبري اتري يې ځنډولې دي.

د يکشنبې د ورځي له پاره د امريکا د متحده ايالاتو په کمپ ډېويډ کي د ترامپ او طالب استازو تر منځ مخفي پلان سوی ملاقات هم لغوه کړل سوی دی. په پام کي نيول سوې وه چي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم و کمپ ډېويډ ته ولاړ سي خو د هغه سفر وځنډول سو.

ولسمشر ترمپ د سولې د خبرو اترو د توقف او په کمپ ډېويډ کي د ملاقات د لغوه کېدنې په استدلال کي په کابل کي د وسله والو طالبانو وروستی بريد ياد کړی دی. دا په داسي حال کي چي پلان سوې وه چي ولسمشر ترمپ، د طالبانو ځينې مشران او ولسمشر محمد اشرف غني به و واشنګټن ته نژدې په کمپ ډېويډ کي سره وګوري.

ترمپ ويلي چي طالبانو غوښتل چي »په خبرو اترو کي د خپل دريځ د پياوړي کولو له پاره« د پنجشنبې د بريد پړه په غاړه واخلي. ترامپ پر خپل تويتر پيغام کي ليکلي چي په دغه بريد کي »زموږ له عسکرو يو ډېر عالي عسکر او ۱۱ نور انسانان ووژل سول.« هغه زياته کړې چي د دغه بريد په غبرګون کي په سمدلاسه توګه د کمپ ډېويډ ملاقات او د سولې په تړاو خبري اتري لغوه سوي دي.

ترمپ ويلي: »که دوی د دې جوګه نه دي چي د سولي په تړاو خبرو اترو په داسي مهم پړاو کي ډزبندي ومني او پر ځای يې ۱۲ بې ګناه انسانان وژني، نو ښايي دوی د دې استطاعت هم نه لري چي په دا ډول يو مهم تړون باندي خبري اتري وکړي.«

د امريکا متحده ايالات د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په امريکا کي تر ترهګرو بريدونو وروسته پر افغانستان يرغل وکړ او له يو کال راهيسي د وسله والو طالبانو سره د ممکنه سولې په تړاو خبري اتري کوي. په دې ترڅ کي د سولې له پاره پر بنيادي موضوعاتو تفاهم رامنځ ته سوی ؤ.
د امريکا متحده ايالاتو په پام کي لرل چي له خپلو تقريبا ۱۳۰۰۰ عسکرو څخه ۵۰۰۰ عسکر په افغانستان کي له خپلو ۵ پوځي اډو څخه وباسي. طالبانو بيا تضمين کاوه چي له القاعدې سره به اړيکي شلوي، د داعش پر ضد به مبارزه کوي او د افغان حکومت سره به مستقيمي خبري اتري کوي.

خو د افغانستان حکومت چي د ولسمشر د ټاکنو له پاره چمتووالی نيسي، د طالبانو او امریکا د متحده ايالاتو تر منځ پر تفاهم يې تحفظات لرل.
 


د مطلب کود: 191243

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191243/ترمپ-د-طالبانو-سره-خبري-اتري-لغوه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com