دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 191246
ارګ: د سولې بهیر کې د رامنځته شوي خنډ لامل د طالبانو جګړه ده
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې په روان بهیر کې د رامنځته شوي خنډ لامل د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ نن یکشنبه د «وږې پر۱۷مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره طالبان باید تاوتریخوالی بند، اوربند عملي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني.
افغان حکومت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ پرون شنبه له طالبانو سره د سولې روان مذاکرات لغوه اعلان کړل.
ټرمپ پر خپل ټوېټر ولیکل، چې دغه مذاکرات یې په کابل کې د طالبانو د وروستي موټر بم چې له امله یې د یو امریکايي په ګډون لس افغان وګړي ووژل شول، لغوه اعلان کړل.
د ښاغلي ټرمپ په وینا ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ د کمپ ډیویډ په تفریح ځای کې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره جلا جلا په پټه توګه لیدنه کړې وای.
ټرمپ زیاته کړه:"متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زمونږ یو ستر سرتیری او ۱۱ تنه نور ووژل شول."
افغان حکومت وايي، د سولې په تړاو د خپلو متحدینو هڅې ستايي او زیاتوي چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له امریکا سره په ګډه کار کوي.
ارګ په دې اړه پخپلې اعلامیې کې ویلي:"د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو د روانو مذاکراتو نهم پړاو د اګست پر ۳۱مه نېټه پای ته ورسېدی.
دواړو لورو په روانو مذاکراتو کې د پرمختګ ترڅنګ وروستۍ موافقې ته د نژدې کېدو خبر ورکړی و.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5zazqt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته