دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 191260
تندر قول اردو: غزني کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په سوېل ختېځ کې د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، په غزني ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي:
افغان امنیتی اودفاعي ځواکونو دغزنی ولایت دقره باغ، ده یک او مقرولسواليو په اړونده سیمو کې د نښتو پرمهال ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۸ تنه يي ټپیان کړي، ۱  پایه دایکم مخابره ۲ عرادې موټرسایکلونه د دښمن په لاس راوړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ د تندر قول اردو ماین پاکونکو ټیمونو د غزني ولایت په اړونده سیمو کې ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepz8z7jh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته