کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تندر قول اردو: غزني کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سنبله 1398 ساعت 14:30

د افغانستان په سوېل ختېځ کې د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، په غزني ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


د تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي:

افغان امنیتی اودفاعي ځواکونو دغزنی ولایت دقره باغ، ده یک او مقرولسواليو په اړونده سیمو کې د نښتو پرمهال ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۸ تنه يي ټپیان کړي، ۱  پایه دایکم مخابره ۲ عرادې موټرسایکلونه د دښمن په لاس راوړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ د تندر قول اردو ماین پاکونکو ټیمونو د غزني ولایت په اړونده سیمو کې ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.


د مطلب کود: 191260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191260/تندر-قول-اردو-غزني-کې-وسله-والو-طالبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com