دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 191276
ټرمپ له اسلامي امارت سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي
اوس چې د امریکا جمهور رئيس ټرمپ له اسلامي امارت سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي.
موږ له امریکایې مذاکراتي ټیم سره ګټور مذاکرات درلودل او توافق نامه نهایې شوه، د امریکا مذاکراتي ټیم تر پرونه پوري له شویو پرمختګونو راضي و او خبرې مو په ښه فضا کې پای ته ورسولې، دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاس لیک لپاره په تیاریو بوخت و.
د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته مو د رواني سپتمبر میاشتي ۲۳ نیټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستي لومړۍ ورځ ټاکلې وه.
د سیمي او نړۍ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم د دې پروسې ملا تړ کړی و.
اوس چې د امریکا جمهور رئيس ټرمپ له اسلامي امارت سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي.
 د مذاکراتو په جاري ساتلو سره اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړه چې جګړه د نورو لخوا پرموږ تپل شوې، او که د جګړې پرځای د تفاهم لاره خپله شي، موږ تر پایه ورته ژمن یو.
د توافقنامې تر لاسلیک مخکي په یوه برید عکس العمل ښودل، نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربي ښودنه کوي، په داسي حال کې چې تریاد برید لیږ وړاندي متحده ایالاتو او داخلي ملاتړو یې په ګڼو بریدونو کې سلګونو افغانان په شهادت ورسول او شتمنۍ یې د اور خوراک کړې.
د امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور رئیس ټرمپ له لوري د ورتګ بلنه ډاکټر زلمی خلیلزاد د اګست د میاشتي په ورستیو کې راکړه موږ یاد سفر په دوحه کې د توافقنامې تر لاسلیک پوري ځنډولی و.
اسلامي امارت پخه پالیسي او غیر متزلزل دریځ لري، موږ شل کاله مخکي هم د تفاهم غږ کړی و نن مو هم هغه دریځ دی او باور لرو چې امریکا یې جهت به بیرته همدې دریځ ته راځي.
زموږ د تیرو اتلسو کلونو مبارزې به امریکاته ثابته کړې وي چې موږ بې له دې چې د هیواد اشغال مو په ټولیزه توګه پای ته ونه رسیږي او  افغانان خپلې خوښې ته پرېنښودل شي په بل هيڅ شي نه قانع کیږو، د همدې ستر هدف لپاره به روان جهاد ته دوام ورکوو او په نهايي بري باندې کلک باور لرو. ان شاءالله و ماذلک علی الله بعزیز
 
https://avapress.com/vdcbz8b80rhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته