دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 191378
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: افغان حکومت او طالبان دې ژر تر ژره خبرې پیل کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان پر حکومت او طالبانو دواړو ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې خپلو کې ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.


تدامیچي یاماموتو د سې شنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۱۰» په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، د سولې لپاره د تېر یو کال هڅو د افغانستان د سوله‌ییزې راتلونکې په اړه ډېرې هیله‌مندۍ رامنځته کړې وې او اوس هم ټولو ته روښانه ده چې د مستقیمو، پراخو او هر اړخیزو بین‌الافغاني خبرو پرته د افغانستان د کړکېچ هواری ناممکن دی.
یاماموتو وویل، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه‌یې د افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیله‌مندي او وېره دواړه درک کړي دي.
یاماموتو زیاتوي: "په افغانستان کې د سولې ډ ټینګښت لپاره د هڅو پر اهمیت چې هر څومره ټینګار وکړم کافي نه‌دی. په مشخصه توګه د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره. په نړۍ کې د سولې د پخوانیو خبرو اترو بېلګې ښيي، کله چې د اساسي خبرو لرلید په حقیقت بدلېږي، ننګونې هم لا سترېږي. وروستي پړاونه چې بین‌الافغاني خبرو ته لاره پرانیزي نور هم ستونزمنېږي او په ډېر غور چلند غواړي. دا زموږ ټولو همکارۍ ته اړتیا لري."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په وینا د افغان ټولنې او طالبانو ترمنځ په مسکو او دوحه کې وروستیو غیر رسمي خبرو، د ډېرو حساسو او هغو مسئلو په اړه چې د افغانستان سولې ته ډېرې مهمې دي د خبرو کولو یو فرصت رامنځته کړ. نوموړي هیله‌مندي وښوده چې که دا تجربه دوام وکړي، دا ډول خبرې به ژورې او پراخې شي او یوې پایلې ته به ورسېږي.
ښاغلي یاماموتو همدارنګه پر دې هم ټینګار وکړ چې د سولې هر ډول خبرې باید تاوتریخوالی راکم کړي او په پای کې یې اوربند وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دې ځانګړي استازي په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د امریکا خبرې اترې وځنډولې او د دوشنبې په ورځ‌یې وویل دغه مذاکرات له‌منځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۰۹» په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کول‌یې خپله پرېکړه وه.
ښاغلی ټرمپ وايي: "تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، خبرې له‌منځه تللي دي. هغوی فکر کوي چې خلک وژني او ځان ته په خبرو کې غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل. دا کار زما سره نه‌شي کولای، ځکه هغسې چې زه پوهېږم، خبرې له‌منځه تللې دي."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو او بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو هم اندېښنه وښوده.
 
https://avapress.com/vdcefz8zvjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته