دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 191380
د فوټبال نړیوال جام مقدماتي سیالیو کې افغانستان بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه
د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې پرون افغانستان یو د صفر پر وړاندې د بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د ګاونډي هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوه.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دوهمه لوبه وه. د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان فرشاد نور وکولای شول د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د بنګله‌دېش دروازه خلاصه کړي.
افغانستان پنځه ورځې وړاندې (سپټمبر ۰۵) خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطري لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل، خو مقابل لوري یو ګول هم جبران نه‌کړ.
د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په هدف ۴۰ اسیايي ټیمونه سره سیالي کوي. افغانستان له قطر، عمان، بنګله‌دېش او هند سره په «اې» ډله کې دی.
د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ کال کې د قطر په کوربه‌توب ترسره کېږي او ورپسې به په ۲۰۲۳ کال کې د اسیايي ملتونو جام ترسره شي.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdch6znzv23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته