دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 191390
نورستان او هرات کې دوه ترهګر طالبان ونیول شول
د نورستان ولایت د امنیه قومندانیو منسوبینو د ناری ولسوالۍ له "ساو" کلي یو ترهګر طالب چې ښځینه کالي یې پر ځان وو، له پېژندنې وروسته نیولی دی.
په همدې حال کې یو بل تن د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ له "پل مالدار" سیمې د امنیتي ځواکونو د ترور په تور نیول شوی دی.
له دې کس څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3zazut1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته