کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: غزني کې د دریو طالب قومندانانو په شمول ۹ وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1398 ساعت 13:59

د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو افغان ځواکونو ددغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې د وسله والو طالبانو د درېیو مهمو قومندانانو په شمول ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.




د خبرپاڼې له قوله، د ګيرو ولسوالۍ اړوند په ديسي کلي کې بيګاه شپه ځانګړو افغان ځواکونو د ملا عبدالرﺯاق پر مدرسه او سيمه کې د سلطان شاه په جومات چې طالبان پکي راغونډ شوي وو عمليات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په يادو عملياتو کې د لومړنيو معلوماتو پر بنست د دریو مهمو طالب قومندانانو شاهين، ملا موتي او مشتاق صاحب ﺯاده چې ويل کيږي پکتيکا ولايت ته د وسله والو د استخباراتو نومول شوی مسئول دى، په ګډون نهه ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 


د مطلب کود: 191401

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191401/چارواکي-غزني-کې-د-دریو-طالب-قومندانانو-په-شمول-۹-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com