دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 191401
چارواکي: غزني کې د دریو طالب قومندانانو په شمول ۹ وسله وال وژل شوي
د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو افغان ځواکونو ددغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې د وسله والو طالبانو د درېیو مهمو قومندانانو په شمول ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د خبرپاڼې له قوله، د ګيرو ولسوالۍ اړوند په ديسي کلي کې بيګاه شپه ځانګړو افغان ځواکونو د ملا عبدالرﺯاق پر مدرسه او سيمه کې د سلطان شاه په جومات چې طالبان پکي راغونډ شوي وو عمليات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په يادو عملياتو کې د لومړنيو معلوماتو پر بنست د دریو مهمو طالب قومندانانو شاهين، ملا موتي او مشتاق صاحب ﺯاده چې ويل کيږي پکتيکا ولايت ته د وسله والو د استخباراتو نومول شوی مسئول دى، په ګډون نهه ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b88rhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته