کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو ته د ټرمپ نوی خبرداری

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1398 ساعت 19:43

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې پر ضد به یې بریدونه روان وي.



ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر د یولسمې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د یاد په مراسمو کې وویل "موږ څو ورځې مخکې د سولې خبرې پلان کړې وې خو کله چې خبر شوم چې هغوې (طالبان) زمونږ یو ډیر پیاوړۍ سرتیری چې د پورتي ریکو وګړی و له ۱۱ نورو بې ګناه خلکو سره ووژلو، دا خبرې مې لغوه کړې. په تېرو څو ورځو کې مو خپلو دښمنان سخت وځپل او دا ځپل به روان وي."
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ که یې پر هېواد هغوې بیا برید وکړ، " هر چېرې چي وي، پسې ورځو او ځپو یي". ښاغلي ټرمپ ونه ویل چې آیا له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو امکان شته که نه، خو څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو که " طالبان خپل کړه وړه ښه کړي او پر خپلو ژمنو ودریږي،" ښايي خبرې بیا پیل شي.
په همدې حال کې طالبانو له امریکا غوښتي چې د خبرو د ځنډولو په اړه هغوی ته معلومات او وضاحت ورکړي. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې په رسمي ډول یې له امریکا د دغو مذاکراتو د ځنډولو علت پوښتلی دی.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د حکومت یولوړپوړي چارواکي مولوي قلم الدین امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه وضاحت غوښتل د طالبانو حق دی. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له طالب استازو سره شاوخوا نهه میاشتې خبرې وکړې چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو تر ټولو اوږدې جګړې ختمولو لپاره د حل لارې چارې ولټوي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي وو چې له طالبانو سره د موافقې په درشل کې دي، خو ولسمشر ټرمپ دا هر څه لغوه کړل. نن امریکایان د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې په پېښه کې د شاوخوا ۳۰۰۰ وژل شویو کسانو یاد تازه کوي.
له دغه برید وروسته امریکا د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه اعلان کړې وه چې په نتیجه کې یې د طالبانو نظام نسکور شو او په دغې جګړې کې لسګونه زره افغانان هم ووژل شول او ژوبل شول.
 


د مطلب کود: 191435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191435/طالبانو-ته-د-ټرمپ-نوی-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com