کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چهارآسیاب کې د ملي اردو د یو مرکز مخې ته موټربم برید شوی

21 سنبله 1398 ساعت 13:52

د کابل ولایت په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو پر نظام قراول موټر بم برید شوی دی.



د افغانستان د دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو د قول اردو ویاند ډګرمن عبدالغفار نورستاني امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دا برید د یو موټر بم په واسطه شوې دی.
ډګرمن نورستاني زیاته کړه، چې ځانمرګي بریدګر په سیمه کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو د مرکز نظام قراول په نښه کړی دی.
هغه په برید کې د یو شمیر افغان ځواکونو ټپي کېدل تائید کړل، خو په دې اړه یې کره شمیره وړاندې نه کړه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې برید نن له غرمې وروسته لس کم دولس بجې شوی دی.
 


د مطلب کود: 191454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191454/چهارآسیاب-کې-د-ملي-اردو-یو-مرکز-مخې-ته-موټربم-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com