دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 191472
روان کال کې ۶.۶ میلیونه د جلغوزیو او ۳.۵ میلیونه د پستې نیالګي کېنول شوي دي
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، د پنجشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دولتي چارواکو، د سوداګریزو خونو د رییسانو، د پستې او جلغوزیو د متخصصینو، د بزګرانو او پانګه والو په ګډون، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د پستې او جلغوزیو د صادراتو او تولیداتو د پراختیا ملي ناسته؛ جوړه کړه.
د چارو ادارې تخنیکي مرستیال، خان ولي بشرمل وویل چې په دې ناسته کې د جلغوزیو او پستې د ځنګلونو پر بیارغونه، د تازه ځنګلونو پر رامنځته کولو، په معیاري توګه د یادو محصولاتو راټولول، بسته بندي او نړیوالو بازارونو ته د هغوي پر صادراتو، بحث او خبرې کېږي، څو د دغو بحثونو پایلې د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې شي.
ښاغلي بشرمل د حکومت او خلکو ترمنځ د ګډون اړتیا ته په ټینګار سره زیاته کړه، اړتیا ده چې د هېواد په شمال کې د پستې او جنوب کې د جلغوزیو د تولیداتو کچه زیاته شي.
د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې شتون لري چې تر دې مهاله یې ۴۴ زره هکټاره ځمکه نیولې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، حشمت الله غفوري وویل، چې تېر کال کې د افغانستان د جلغوزیو له ځنګلونو څخه څه باندې ۲۳ زره ټنه محصول تر لاسه شوی دی.
نوموړي وویل چې کرنې وزارت په روان کال کې ۶.۶ میلیونه د جلغوزیو او ۳.۵ میلیونه د پستې نیالګي کېنولي دي.
پر جلغوزیو سربېره، پسته هم د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې اوسمهال د هرات په ګډون د هېواد په ۱۱ شمالي ولایتونو کې کرل کېږي. اوسمهال په یادو ولایتونو کې ۳۵۷۱ هکټاره د پستې ځنګلونه شتون لري، چې تېر کال کې له دغو ځنګلونو څخه څه باندې ۲۵ زره ټنه محصول تر لاسه شوی دی.
غفوري وویل چې کرنې وزارت په نېږدې راتلونکي کې د هرات ولایت اړوند په ۳۰ زره هکټاره ځمکه کې د پستې یو لوی باغ جوړوي. دغه راز تمه ده چې ۱۰ زره هکټاره د پستې باغ به په نورو ولایتونو کې هم رامنځته شي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، اجمل حمید عبدالرحیمزي، د صادراتو د کچې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان صادرات د تېرو ۴ کلونو پرتله ۵۷ سلنه زیات شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې جلغوزي، پسته او زعفران د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او اوسمهال د نړۍ په ۱۶ هیوادونو کې د جلغوزیو د اخیستو تقاضا شتون لري.
عبدالرحیمزي وویل، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي او د روان کال تر پای ته رسېدو پورې د صادراتو مجموعي کچه یو میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د خونې مرستیال، خان جان الکوزي په دغه ناسته کې خصوصي سکتور ته د جمهور رییس د پاملرنې په اړه وویل، هغه ژمنې چې د جمهور رییس له لوري له دې سکتور سره په ځانګړې توګه د کورنیو تولیداتو په برخه کې شوې وې؛ عملي شوي دي.
هغه د خصوصي سکتور په استازیتوب ډاډ ورکړ چې د کورنیو محصولاتو د تولید، پروسس او صادراتو د کچې د زیاتوالي په برخه کې به هڅې ترسره شي.
په دې ناسته کې د هرات، ننګرهار او خوست ولایتونو مرستیالانو، د هېواد په شمال او سهیل کې د پستې او جلغوزیو ځنګلونو رغولو او جوړولو ته زمینه برابره وګڼله، خو غوښتنه یې وکړه چې د دغو ارزښتناکه محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ لپاره دې د معیاري فابریکو جوړولو ته زمینه برابره شي.
په افغانستان کې پسته او جلغوزي په پرېمانه کچه تولیدیږي. د جمهور رییس د ځانګړې پاملرنې له کبله، په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د قاچاق مخه نیول شوې ده او دا مهال دغه محصول د هوايي دهلیزونو او بندرونو له لارې د افغانستان په نوم د نړۍ بازارونو ته صادریږي.
https://avapress.com/vdcjavev8uqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته