کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناتو سیمه ییز قومندان په میدان وردګ کې د ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله بښنه وغوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1398 ساعت 8:16

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت د میدان وردګ ولایت د سیدآباد په ولسوالۍ کې پر هوایي برید د اووه ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله د قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته.



تېره اوونۍ د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت پر هوایي برید د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې اووه ملکیان وژل شوي وه. اوس د هېواد په سویل ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو قومندان څرګنده کړې؛ دا عملیات د وسلوالو مخالفینو د ځپلو لپاره پلان شوي وه؛ خو په تېروتنه ملکي وګړي بمبارد شوي، چې له کبله یې د قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي.
په سویل ختیځ زون کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان تینګیپه تینګي وایي، چې زه په وروستۍ پېښه کې د ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله بښنه غواړم، زمونږ د عملیاتو موخه هیڅکله ملکیان نه ول او مونږ په دې کار نه خوشحاله کیږو؛ تل مو هڅه کړې، چې د ملکي تلفاتو مخننیوی وکړو او له همدې کبله زیاتره وختونه مونږ حتا خپل عملیات د وسلوالو مخالفانو پر ضد دروو.
د میدان وردګ والي مظفرالدین یمین له ناتو ځواکونو غواړي، چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو سر او مال ته پاملرنه وکړي.
د دوه سوه درې تندر قول اردو قومندان خان الله شجاع هم مني، چې عملیات په بې پامي کې تر سره شوي او ملکیان په تېروتنه پر نښه ګرځیدلي دي.
دی ژمنه کوي، چې وروسته له دې به په جګړو کې د ملکیانو د ساتنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.
مخکې هم  څو ځله د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیان پر نښه شوي او افغان پوځ بیا تازه ژمنه کړې، چې د ملکیانو ساتنې لپاره به جدي کړنې تر سره کړي.
 


د مطلب کود: 191502

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191502/د-ناتو-سیمه-ییز-قومندان-په-میدان-وردګ-کې-ملکي-وګړیو-وژل-کیدو-له-کبله-بښنه-وغوښته

آوا
  https://www.avapress.com