کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا کانګرس خلیلزاد طالبانو سره د خبرو په اړه احضار کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1398 ساعت 8:56

د امریکا د استازو د مجلس " کانګرس" د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس یلیوټ انګل د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې بله پنجشنبه ( سنبلې ۲۸ مه) د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د معلوماتو لپاره د دغې کمیټې یوې علني غونډې ته غوښتی دی.



د امریکا د استازو د مجلس " کانګرس" د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ښاغلی خلیلزاد باید لس بجې د استماعیه غونډې په خونه کې حاضر وي.
ایلیوټ انګل د امریکا د دیموکرات ګوند غړی دی.
ښاغلي انګل ویلي، چې د کانګرس غړي باید له ښاغلي خلیلزاد څخه " په مستقیم ډول" دا واوري، چې څنګه د امریکا او د طالبانو ترمنځ خبرې بندې شوې.
د امریکا د استازو د مجلس " کانګرس" د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس، وروسته له هغې دغې کمیټې ته د زلمي خلیلزاد د حاضریدلو لیک لاسلیک کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د امریکا د استازو مجلس ته د ښاغلي خلیلزاد د حاضریدولو په اړه د دغه مجلس څو غونښتنې له پامه غورځولي دي.
تیره اونۍ هم د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رئیس ایلیوټ انګل ښاغلی خلیلزاد دغې کمیټې ته ورغوښتی وو.
تیره اونې ښاعلي انګل په خپل لیک کې ویلي وو، چې د امریکا او د افغانستان وګړي ددې حق لري، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په جزئیاتو باندې خبر شي.
د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس په لیک کې ویل شوي وو، چې په دغه کمیټه کې د ښاغلي خلیلزاد حضور " اختیاري" نه دی او که چیرې هغه د طالبانو سره د سولې د هوکړې په اړه د معلوماتو د ورکولو غونډې ته حاضر نشي دا کمیټه به په خپل مخ کې د نورو وړاندیزونو څخه هم کار واخلي.
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیتې رئیس د پنجشنبې په ورځ (سنبلې په ۲۱ مه) دغې کمیټې ته د ښاغلي خلیلزاد د حاضریدولو لیک لاسلیک کړ.
 


د مطلب کود: 191504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191504/د-امریکا-کانګرس-خلیلزاد-طالبانو-سره-خبرو-په-اړه-احضار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com