دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 191516
کندهار کې دوو پولیسو خپل ۱۱پولیس ملګري وژلي ـ سرچینه
د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په یوه داخلي برید کې یوولیس پولیس وژل شوي دي.

پېښه تېره شپه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په دامانې سیمه کې د پوليسو په یوه مرکز کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د پوليسو ویاند لومړي څارن جمال بارګزي د پېښې تائید کوي، خو زیاته وي چې په اړه به يې جزئیات وروسته په ډاګه شي.
خو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوې امنيتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې دو تنو پولیسو پر خپلو همکارانو برید کړی او ۱۱ پوليس يې وژلي دي.
سرچینه زیاته وي چې په پېښه کې د دامانې د پوليسو د مرکز مشر سیف الله ماما هم وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړه:"د شپې پر یوولس نیمو بجو پېښه رامنځته شوې دوه پوليس چې پر پيره ولاړ وو پر خپلو ۱۱ همکارانو برید وکړ ټول يې وژلي، وسلې او موټر يې له ځان سره وړی او له دولتي حاکمیت بهر سیمو ته يې ځان رسولی."
امنیتي چارواکي زیاته وي چې برید ګر پوليس د و سله والو طالبانو نفوذي کسان وو او له تیرو څو میاشتو راهیسې يې د پوليسو په لیکو کې دنده تر سره کول.
شاه ولیکوټ ولسوالي د کندهار په شمال کې د ارزګان او زابل ولایتونو سره په سرحد کې پرته ده.
د امنیتي چارواکو په وینا یاده ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفینو لپاره د درو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ عمده لارده چې پدې وروستیو کې پکښي امنیتي ګواښونه زیات شوي.
تيره میاشت هم په همدې ولسوالي کې د پوځ په یوه مرکز کې بیا د ملي اوردو یوه سرتیري پر نړیوالو سلاکارانو داخلي برید کړی وو او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې وه.
وسله والو طالبانو د دغه وروستۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizzazqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته