کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: بدخشان کې په لسګونه وسله وال طالبان تسلیم شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1398 ساعت 16:24

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې په لسګونه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یو ځای افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.



بدخشان ولایت رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، نن شنبه ۶۳ وسله وال طالبان چې، ددغه ولایت د یمګان او یفتل ولسوالیو په اړوندو کې د افغان دولت پر ضد فعالیتونه کول، تسلیم شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، یاد وسله والو طالبان له خپلو ۴۶ میله مختلقو وسلو سره یو ځای تسلیم شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دې ته ورته د تیرې جمعې په ورځ په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان قاري قمرالدین له خپلو ۴۱ وسله والو سره تسلیم شو.
 


د مطلب کود: 191534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191534/چارواکي-بدخشان-کې-په-لسګونه-وسله-وال-طالبان-تسلیم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com