دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 191545
حکومت: خصوصي شرکتونه د کرومایت ډبرو استخراج  لپاره ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
د افغانستان د کانو او پترولیمو وزارت وایي، له پنځو خصوصي شرکتونو سره یې په هېواد کې د کرومایت ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د کانو او پترولیمو وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي، دغو شرکتونو د کرومایت ډبرو د استخراج لپاره د ۲۰ میلیونو ډالرو په اندازه پانګونه کړې ده چې د یوې میاشتې په جریان کې به په کابل، لوګر، میدان وردګو او پروان ولایتونو کې په کار پیل وکړي.
دغه وزارت وایي، دغه شرکتونه به د کرومایت ډبرو د استخراج سربیره ددغو ډبرو پروسس هم په خپل هېواد کې کوي.
لدې وړاندې وسله والو طالبانو او زورواکو د کرومایت ډبرې په غیر مسلکي ډول ایستلې.
د نرګس نهان په خبره، لدې وړاندې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د کرومایت ډبرو زیاته برخه په غیرقانوني ډول ایستل کېدلې.
همدارنګه نرګس نهان وویل چې، ټاکل شوي د کانونو او پټرولیمووزارت د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالیو ته خپل فني ټیم ولیږي او له ارزونې وروسته ددغه ولسوالۍ کان دواطلبۍ ته وړاندې کړي.
لدې وړاندې دغه کان د وسله والو طالبانوتر ولکې لاندې و او د کان ډبرې یې ایستلې،خو په دې وروستیو کې یادې دوې ولسوالۍ افغان امنیتي ځواکونو بېرته له وسله والو طالبانو نیولې دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6n6m49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته