کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت: خصوصي شرکتونه د کرومایت ډبرو استخراج لپاره ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1398 ساعت 17:41

د افغانستان د کانو او پترولیمو وزارت وایي، له پنځو خصوصي شرکتونو سره یې په هېواد کې د کرومایت ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې قراردادونه لاسلیک کړي دي.



د کانو او پترولیمو وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي، دغو شرکتونو د کرومایت ډبرو د استخراج لپاره د ۲۰ میلیونو ډالرو په اندازه پانګونه کړې ده چې د یوې میاشتې په جریان کې به په کابل، لوګر، میدان وردګو او پروان ولایتونو کې په کار پیل وکړي.
دغه وزارت وایي، دغه شرکتونه به د کرومایت ډبرو د استخراج سربیره ددغو ډبرو پروسس هم په خپل هېواد کې کوي.
لدې وړاندې وسله والو طالبانو او زورواکو د کرومایت ډبرې په غیر مسلکي ډول ایستلې.
د نرګس نهان په خبره، لدې وړاندې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د کرومایت ډبرو زیاته برخه په غیرقانوني ډول ایستل کېدلې.
همدارنګه نرګس نهان وویل چې، ټاکل شوي د کانونو او پټرولیمووزارت د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالیو ته خپل فني ټیم ولیږي او له ارزونې وروسته ددغه ولسوالۍ کان دواطلبۍ ته وړاندې کړي.
لدې وړاندې دغه کان د وسله والو طالبانوتر ولکې لاندې و او د کان ډبرې یې ایستلې،خو په دې وروستیو کې یادې دوې ولسوالۍ افغان امنیتي ځواکونو بېرته له وسله والو طالبانو نیولې دي
 


د مطلب کود: 191545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191545/حکومت-خصوصي-شرکتونه-د-کرومایت-ډبرو-استخراج-لپاره-۲۰-میلیونه-ډالره-پانګونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com