کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو برید شوی

23 سنبله 1398 ساعت 18:33

د سعودي عربستان مقاماتو ددې هیواد د تیلو په تاسیساتو کې د چاودنو خبر ورکړی دی.


د بقیق او د حقل د تیلو د ساحې په سترو تاسیساتو کې چاودنې د اور لگیدنې سبب شوي، خو تر اوسه نده روښانه شوی چې پدغو پیښو کې مرگ ژوبله شوې که نه.
په یمن کې میشت حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي ددغه برید مسولیت منلی دی.
څارونکي پدې باور دي چې دغه برید ښایي په فارس خلیج کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ کړکیچ نور هم شدید کړي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د تیلو پر تاسیساتو باندې د "ډرون" په واسطه برید شوی دی.
د سعودي عربستان مقاماتو د بقیق د تیلو تاسیسات "په نړۍ کې د خامو تیلو ستر مرکز" گڼلی دی.
پر دغه مرکز باندې پخوا هم بریدونه شوي وو چې د هغې جملې نه په ٢٠٠٦ کال کې یو ځانمرگي بریدگر پرې حمله کړې وه، خو نه و توانیدلی چې دغو تاسیساتو ته دننه شي. د القاعده شبکي د هغه برید مسولیت منلی و.
د یمن حوثیانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پر دغو تاسیساتو باندې یې په "لس ډرونو" برید کړی دی.
بقیق د ریاض په شاوخوا ۳۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
 


د مطلب کود: 191553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191553/د-سعودي-عربستان-تیلو-پر-تاسیساتو-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com