کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني: د ناټو ځواکونو وتل به افغانستان د طالبانو لاس ته واچوي

ازادی رادیو , 24 سنبله 1398 ساعت 9:52

د جرمني دفاع وزیرې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل به دا هېواد د وسله والو طالبانو لاس ته ور واچوي.



انګریت کرامپ کارنبور پرون د سپټمبر په څوارلسمه دا خبره کړې ده.
هغه د جرمني د صدراعظمې انګیلا مېرکل د کریسشن ډموکرات ګوند مشري هم کوي.
داسې اټکل کېږي چې د انګیلا مېرکل د صدارت د دورې تر پای ته رسېدو وروسته صدراعظمه وټاکل شي.
د جرمني دفاع وزیرې د خپل ګوند د ښځو یوې غونډې ته ویلي: زما وېره دا ده چې که موږ په افغانستان کې له خپله مسؤلیته اوږې سپکې کړو، د ښځو د سنګسار او پانسۍ له عسکونو سره به مخ شو او بیا به ګورو چې نجونې ښوونځي ته د تګ پر ځای ودېږي.
جرمني په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې ۱۳۰۰ عسکر لري.
د جرمني پارلمان تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت تمدید کړی دی.
 


د مطلب کود: 191572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191572/جرمني-د-ناټو-ځواکونو-وتل-افغانستان-طالبانو-لاس-ته-واچوي

آوا
  https://www.avapress.com