دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر ټرمپ د روان سپټمبر میاشتې په اومه نېټه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې ځکه چې دغې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت ومنلو چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.
ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې ویلي، وسله وال طالبان د بل هر وخت په پرتله ډېر ته بریدونو لاندې دي.
ولسمشر ټرمپ وایي: «د یوه غوره سرتیري شمول د ۱۲ کسانو وژل ښه نظر نه و. د خبرو کولو لپاره نورې غوره لارې هم شته. طالبان پوهیږي چې یوه لویه تېروتنه یې کړې او نپوهیږي چې سنګه یې جبران کړي.»
بلخوا د طالبانو یوه پلاوی پرون شنبه روسیي ته سفر کړی ترڅو له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو د لیرې لید په اړه د سیمې له هېوادون سره خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس ته په قطر کې د وسله والو طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ټاکل شوې له مسکو وروسته به دغه طالب پلاوی چین، ایران او د مرکزي آسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.
دې ته ورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه په ټویټر کې ویلي چې، د امریکایي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې دغې ډلې ته د یوې وړې اډې بدل کې د ټول حکومت سپارلو وړاندیزونه شوي، خو طالب مشرانو رد کړي او د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو یې ټینګار کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)