د برېښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا د مزو له پرېکېدو سره، د کابل په ګډون د ۱۱ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د هېواد د ۱۱ ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوې ده
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سنبله 1398 ساعت 16:58
د برېښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا د مزو له پرېکېدو سره، د کابل په ګډون د ۱۱ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
دغه شرکت په یوې خبرپاڼه کې چې نن یکشنبې (د وږي په ۲۴مه) خپره شوې، ویلي چې د برېښنا د دغو مزو د نښلون او وصل لپاره کار جریان لري.
د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تاجکستان وارداتي برېښنا، نن له غرمې مخکې د ۱۰:۵۲دقیقو کې پلخمري ته نږدې د «عسقلان» سیمه کې پرې شوې ده.
برېښنا شرکت ویلي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا تېره ورځ له غرمې وروسته د ډنډشهابالدین په سیمه کې د جګړې په پایله کې پرې شوې وه.
خو برېښنا شرکت ونه ویل چې کله به د برېښنا دغه مزي بېرته نښلول کېږي.
د مطلب کود: 191601