کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو افغانستان کې د سره صلیب کمېټې ته د فعالیت بیا پيلولو اجازه ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سنبله 1398 ساعت 17:30

طالبان وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو بیا پیلولو اجازه ورکړې ده.



د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وايي، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي استازو او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ترمنځ په خبرو کې، طالبانو له دې کمېټې سره خپله پخوانۍ ژمنه بېرته تازه کړه.
طالبانو د روان کال په حمل میاشت کې اعلان وکړ چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوی سره پر ژمنو عمل نه دی کړی او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو. اېچ. او) د واکسین برخه هم مشکوک فعالیتونه ترسره کوي.
طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې دغه بین المللي ادارې له فعالیت څخه منع کړې وې او ورته یې ویلي وو چې تر بلې خبرتیا پورې ددغې ادارې د کارکوونکو امنیت نه تضمینوي.
د طالبانو له لوري د دغو ادارو د فعالیت د بندېدو له کبله د ګوزڼ پېښې ډېرې شوي دي.
د اروزګان ولایت روغتیايي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت کړه چې ورسره سږ کال په دې ولایت کې په ګوزڼ د اخته کسانو شمېر ۸ تنو ته ورسېد.
 


د مطلب کود: 191606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191606/طالبانو-افغانستان-کې-د-سره-صلیب-کمېټې-ته-فعالیت-بیا-پيلولو-اجازه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com