دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 191618
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون شپه بنګله دېش ته په یوه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه.


دا لوبه د بنګله دېش په پلازمېنې ډاکه کې وشوه چې افغانستان پکې ۱۶۴ منډې وکړې او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې په ۱۳۹ منډو وسوځول.
د افغان لوبډلې کپټان راشد خان د لوبې په اړه وویل: تر ۱۶۰ زیاتې منډې جوړول تل سخت کار وي، خو په بنګله دېش کې تل داسې کېږي، یا به اول کار باسي، یا منځ کې او یا هم په پای کې، نو تل باید ذهناً د دې شرایطو لپاره اماده اوسې، اصل کار زموږ مشرانو لوبغاړو محمد نبي او اصغر وکړ، دوی مسؤلیت ومانه او تر پایه ولوبېدل.
د افغانستان لپاره په بېګانۍ لوبه کې محمد نبي ۸۴ او اصغر افغان ۴۰ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې هم مجیب الرحمن څلور، راشد خان، ګلبدین او فریداحمد دوه دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ شل اوریزې لوبې په بنګله دېش کې پيل شوي او تر دې دمه افغانستان په دوو بریاوو لومړی مقام لري.
افغانستان بله لوبه جمعه له زمبابوې سره لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb88b8wrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته