کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان جمهوري ریاست د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې رد کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1398 ساعت 8:07

د افغانستان جمهوري ریاست د دغه هېواد د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، ولسمشر اشرف غني په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه کوي او په خپل کمپاین کې دولتي امکانات کاروي.



د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې پرون مازیګر راغلي چې ولسمشر غني د اساسي قانون له مخې په اجرائیوي، قضايي او تقنیني برخو کې د خپل صلاحیت له مخې اجرات کوي.
د ارګ ماڼۍ دا بیان وروسته تر هغه خپور شو چې د افغانستان اجرائیه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید عبدالله عبدالله پرون په یوه غونډه کې ولسمشر غني تورن کړ چې انتخاباتي چارو کې لاسوهنه کوي او له دولتي سرچینو د خپل کمپاین په ګټه کار اخلي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل بیان کې ویلي چې د جمهوري ریاست ټول کاندیدان دې قوانینو ته درناوی ولري او د حکومتي احکامو د تطبیق مخه دې نه نیسي.
 


د مطلب کود: 191620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191620/د-افغانستان-جمهوري-ریاست-عبدالله-وروستۍ-څرګندونې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com