دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۷
د مطلب کود : 191620
د افغانستان جمهوري ریاست د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې رد کړې
د افغانستان جمهوري ریاست د دغه هېواد د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، ولسمشر اشرف غني په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه کوي او په خپل کمپاین کې دولتي امکانات کاروي.

د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې پرون مازیګر راغلي چې ولسمشر غني د اساسي قانون له مخې په اجرائیوي، قضايي او تقنیني برخو کې د خپل صلاحیت له مخې اجرات کوي.
د ارګ ماڼۍ دا بیان وروسته تر هغه خپور شو چې د افغانستان اجرائیه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید عبدالله عبدالله پرون په یوه غونډه کې ولسمشر غني تورن کړ چې انتخاباتي چارو کې لاسوهنه کوي او له دولتي سرچینو د خپل کمپاین په ګټه کار اخلي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل بیان کې ویلي چې د جمهوري ریاست ټول کاندیدان دې قوانینو ته درناوی ولري او د حکومتي احکامو د تطبیق مخه دې نه نیسي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewz8z7jh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته