دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 191621
په فراه کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي
پنځه تنه ښځې او ماشومان چې په یو موټر کې سپاره وو، د شېخ کارېز په سیمه کې د ماین په یوې چاودنه کې چې د طالبانو له لوري خښ شوی و، ووژل شول.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته ویلي چې ماین د یکشنبې په ورځ د شېخ کارېز په سیمه کې د ملکي کسانو په یوه موټر الوتی دی.
دی وایي: پنځه تنه ښځې او ماشومان چې په یو موټر کې سپاره وو، د شېخ کارېز په سیمه کې د ماین په یوې چاودنه کې چې د طالبانو له لوري خښ شوی و، ووژل شول.
ښاغلي محب وویل چې په همدې سیمه کې بیا له طالبانو سره په یوې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، دغه نښته تېره ورځ هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه ټوېټ کې لیکلي چې دوی د شېخ کارېز په سیمه کې د افغان او امریکايي ځواکونه پر ګډ کاروان برید کړی چې د مقابل لوري څلور تنه په کې وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
خو په ټوېټ کې په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 
https://avapress.com/vdcf0ydyyw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته