کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله : د برېښنا پرې کول د طالبانو هیڅ ستونزه نشي هوارولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1398 ساعت 11:45

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د کابل په ګډون د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل طالبان بولي.



ښاغلي عبدالله چې نن(دوشنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) د وزیرانو شورا له ټاکنو مخکې په وروستۍ ناسته کې خبرې کولې وویل«له بده مرغه چې طالبانو د برېښنا ستنې الوزولي دي.»
د ښاغلي عبدالله په خبره د طالبانو دا اقدام د سولې لپاره د طالبانو له اردې سره هیڅ مرسته نه کوي او د یادې ډلې هیڅ ستونزه به هم هواره نه کړي.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په دې ناسته کې د ټاکنو په تړاو هم څرګندونې وکړه اوله ټولو حکومتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو یې غوښتنه په ټاکنو کې نه لاس وهنه وه او خپل بشپړ بې پرې‎والی دې وساتي.
 


د مطلب کود: 191626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/191626/عبدالله-د-برېښنا-پرې-کول-طالبانو-هیڅ-ستونزه-نشي-هوارولی

آوا
  https://www.avapress.com